عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل
سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي شبکې د اجرائیوي رئیس ښاغلي نجم الدین نجم او مل پلاوي سره اړمنو هېوادوالو ته د بشري خدمتونو د پراختیا برخه کې د همغږۍ کچې د لوړولو په موخه وکتل.
ناسته کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په کچه اړمنو، پېښځپلو او راستنو شوو کډوالو ته د ترسره کېدونکو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې افغاني سره میاشت له توپير پرته د هېوادوالو اړتیاوو ته په کتو بشري خدمتونه وړاندې کوي.
د اغاخان بنسټ اجرائيوي رئیس د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او له دې ادارې سره یې د راستنېدونکو کډوالو، زیانمنو شوو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې د ګډو بشري خدمتونو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.
