پکتیکا کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د بکخېلو ولسوالۍ د کُنک سیمې پر ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو د بېړني ملاتړ او بشري لاسنیوي په موخه ۴۲.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۸۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره او خُرما په کې شامله وه.
د مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او د اقتصادي ستونزو کچه را ټیټه شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په تروو ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
