بلخ؛ ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته بشري مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
Wed, Nov 12 2025 7:43 PM
بلخ؛ ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۱ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس د يو پلاوي په ملتيا بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د کشنده ولسوالۍ کې ٦٠٠ زلزله ځپلو کورنيو ته د خوراکي، غير خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشله.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وويل: افغاني سرې میاشتې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ۴۰۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده او هڅه کوي، څو زيانمنو کورنيو ته  ورته بشري مرستې لا زياتې کړي. نوموړي له نړیوالو خیریه بنسټونو هم مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د زيانمنو کورنيو د لاسنيوي برخه کې يې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړ.
ورپسې د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نور الهادي ابو ادریس په خپلو خبرو د افغاني سرې میاشتې له بشرپاله فعالیتونو قدرداني وکړه او د یادې ټولنې د دوامدارو مرستو ستاینه یې وکړه.
په مرسته کې پر ۳۵۰ کورنیو درې میلیونه او شپږ سوه پنځه اویا زره (۳،۶۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه پر پاتې ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ او ۱۶ کیلو خُرما ورکړل شوه.
د مرستې موخه د زلزله ځپلو کورنيو د بیړنیو اړتیاوو پوره کول او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو برابرول وه.

Latest news

Wed, Nov 12 2025 7:34 PM
Background image

Infrastructure Project Worth AFN 8.5 Million Completed and Handed Over for Public Use in Kunar

Wednesday, November 12, 2025

The ARCS, with the support of the ICRC, has completed and handed over a cash-for-work infrastructure project valued at AFN 8,500,000 in Petaw village of. . .

Wed, Nov 12 2025 7:16 PM
Background image

Khost: Cash and Non-Food Assistance Distributed to 430 Displaced Families

Wednesday, November 12, 2025

The ARCS, with the support of the ICRC, has distributed AFN 6,450,000 in cash and nine types of non-food assistance as part of its emergency relief efforts. . .

Wed, Nov 12 2025 6:54 PM
Background image

ARCS General President Arrives in Balkh to Assess Situation of Earthquake Victims in the Northern Zone

Wednesday, November 12, 2025

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, has arrived in Balkh Province to conduct a comprehensive assessment of the. . .

BACK TO NEWS