د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکز، زونونو او  نمایندګیو مسئولینو ته د دایر شوي  ورکشاپ له روزونکو سره وکتل!

arcs_website_admin
Sun, Dec 22 2024 1:36 PM
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکز، زونونو او  نمایندګیو مسئولینو ته د دایر شوي  ورکشاپ له روزونکو سره وکتل!

نن شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي او ولايتي مسئولینو ته د سازماني ظرفیت د ارزونې تر عنوان لاندې د دایر شوي ورکشاپ له روزونکو ښاغلي جانګو وین او ښاغلي جرجر سره د یاد ورکشاپ د اغېز په هکله ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ورکشاپ د روزونکو د هلو ځلو د ستاینې او مننې ترڅنګ د ورته ورکشاپونو د دوام غوښتنه وکړه او دغه ډول ورکشاپونه یې ددې خیریه ملي ټولنې د مسٸولینو د کاري وړتياوو د لوړونې برخه کې مهم او ارزښتمن وبلل.
ورپسې د یاد پنځه ورځني ورکشاپ روزونکو په خپلو خبرو کې ژمنه  وکړه، چې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې د مسئولینو د ظرفیت لوړونې په پار د لا ډېرو روزنیزو ورکشاپونو زمینه برابره کړي او دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 1:52 PM
Background image

Kabul: Exam Held for First Mobile Health Team MD Doctor Position

Sunday, June 14, 2026

 

A written exam was held for candidates applying for the vacant MD doctor position with the First Mobile Health Team of the ARCS in Kabul to recruit a qualified. . .

Sun, Jun 14 2026 12:52 PM
Background image

Nangarhar: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Sunday, June 14, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Nangarhar Province over the past 30. . .

Sun, Jun 14 2026 9:11 AM
Background image

Kabul: ARCS Leadership Meets with IFRC Secretary General

Sunday, June 14, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman met with Mr. Jagan Chapagain, the Secretary General. . .

BACK TO NEWS