‏د ډنمارک د سره صليب د اسیايي او اروپايي چارو مسٸولې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي مرستون له بېلابېلو څانګو او فعالیتونو لیدنه وکړه

arcs_website_admin
Wed, Oct 02 2024 8:27 AM
خبرونه

‏د ډنمارک د سره صليب د اسیايي او اروپايي چارو مسٸولې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي مرستون له بېلابېلو څانګو او فعالیتونو لیدنه وکړه

نن سه شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲٨مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په شتون کې د ډنمارک د سره صليب د اسیايي او اروپايي چارو مسٸولې اغلې کِرن، په افغانستان کې د ډي آر سي مسؤل ښاغلي ټورسن او مل پلاوي د سرې مياشتې اړوند د مشعل بيات له ښوونځي، وړکتون، د نارينه او ښځينه رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکزونو، مرکزي مرستون، د داخلي مشمولينو له هستوګنځي او د مشمولينو د حرفوي زده کړو له مرکز څخه ليدنه وکړه.  
د يادې ليدنې پرمهال د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رٸيس ددې بشرپاله ټولنې له لوري بې سرپرستو، اړمنو  او بېوزلو هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو روغتيايي، ښوونيزو او بشرپالو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې افغاني سره مياشت يوازينۍ خيريه ملي ټولنه ده، چې د اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته وګړو د لاسنيوي په برخه کې دوامداره هڅې کوي.
اغلې کِرن د يادو مرکزونو په ليدو خوښي څرګنده کړه او د مرستون تر چتر لاندې د ترسره کېدونکو فعاليتونو په برخه کې يې د همکاريو ژمنه وکړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‏مسئول امور آسیايي و اروپايي صلیب سرخ دنمارک از بخش های ادارات و فعالیت های مختلف مرستون مرکزی هلال احمر افغاني بازدید نمود

امروز سه شنبه، ۲۸ ربیع الأول، خانم کِرن مسئول امور اروپايي و آسیايي صلیب سرخ دنمارک، آقای تورسن مسئول دی آر سي در افغانستان و هیئت همراه اش در حضور محترم شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، سرپرست ریاست هلال احمر افغاني از لیسه عالی مشعل بیات، کودکستان، مرکز حمایت رواني ذکور و اناث، مرستون مرکزي، مشمولین داخلي و مرکز آموزش های حرفوي مربوط هلال احمر افغاني دیدار نمود.
در این دیدار، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغاني در مورد خدمات صحی، آموزشی و بشردوستانه که از طرف این نهاد بشردوستانه به نیازمندان، آسیب دیده ګان و خانواده های بې سرپرست ارائه میشود معلومات ارائه نمود و افزود که هلال احمر افغانی یگانه نهاد خیریه ملی است که به طور دوامدار در دستګیری نیازمندان، آسیب دیدگان و خانواده های بی سرپرست تلاش می کند.
خانم کِرن از دیدن مراکز مذکور ابراز خرسندی نمود و وعده سپرد که در زمینه فعالیت های که زیر چتر مرستون انجام می شود، همکاری خواهد نمود.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS