د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس

arcs_website_admin
Thu, Jul 11 2024 11:02 AM

د عاليقدر امير المٶمنين حفظه الله د حکم پر بنسټ د  افغاني سرې مياشتې  نوى سرپرست عمومي رئيس ښاغلى شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او مرستيال يې حافظ عزيز الرحمن د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې د يادې ټولنې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول!

د پېژندنې په ياده غونډه کې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوى رئيس ښاغلي شيخ الحديث نور الحق انور په شمول د يو شمېر امارتي وزارتونو وزير صاحبانو، د ملي ادارو مسٸولينو، معينانو، د افغاني سرې مياشتې د مرکزي رياست رئيسانو او کارکوونکو ګډون کړى وو.

غونډه د قران کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، لومړى د افغاني سرې مياشتې ټولنې د سکرتر جنرال عملياتي مرستيال ښاغلي مولوي عبد اللطيف ثابت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د يادې ټولنې د مخکيني رئيس او مرستيال د ښو کړنو او ګټورو خدماتو ستاينه وکړه او نوي رئيس ته يې د کارکوونکو په استازولۍ د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 
ورپسې د چارو ادارې لوى رئيس ښاغلي شيخ الحديث نور الحق انور وويل: تغير او تبديل په هره اداره کې يو اصل دى او مونږ ټول بايد په خپلو اړوندو مسٸوليتونو کې په پوره اخلاص، ژمنتيا او د الله پاک رضايت او د خلق الله خدمت په پام کې ونيسو؛ ترڅو له دې لارې د دنيا او اخرت کاميابي ترلاسه کړو.
د غونډې په لړ کې د افغاني سرې مياشتې پخواني او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې اوسني سرپرست عمومي رئيس الحاج مولـ.ـ.ـوي مطـ.ـ.ـیع الحـ.ـ.ـق خالـ.ـ.ـص د امير المٶمنين حفظه الله په حکم او پرېکړه خوښي او رضايت څرګند کړ او د سرې مياشتې د کاري اصولو په اړه د وضاحت ورکولو ترڅنګ يې نوي رئيس ته په چارو کې د بريا او کاري ژمنتيا او استقامت دعا وکړه.
وروسته د افغاني سرې مياشتې نوي سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په خپلو خبرو کې وويل: مقام او منصب امتياز نه بلکې يو دروند مسٸوليت دى او زه دعا کوم چې الله پاک دې مونږ ته په دې برخه کې د ښه خدمت توفيق نصيب کړي او افغاني سره مياشت يې داسې يوه ملي ټولنه ياده کړه چې د اړمنو، بې وزلو او بې سرپرسته کورنيو ته د رسېدنې په برخه کې تر بل هر چا ډېر مسٸوليت لري او له ټولو کارکوونکو يې وغوښتل چې ددې مسٸوليت په ښه ډول ترسراوي کې ورسره پوره همکاري وکړي او له دوى يې په ورسپارل شوو دندو کې د اخلاص، صداقت او ژمنتيا د لرلو غوښتنه وکړه.
.غونډه د اختتاميې دعا په لوستو سره پاى ته ورسېده

Latest news

Thu, Apr 23 2026 6:30 PM
Background image

Aid Distribution Continues for Conflict-Affected Families in Nuristan

Thursday, April 23, 2026

 

As part of ongoing relief efforts, food assistance was distributed to 1,800 families affected by conflict in Kamdesh District of Nuristan Province. The. . .

Thu, Apr 23 2026 6:09 PM
Background image

Tents Distributed to 4 Repatriated Families as Temporary Shelter in Takhar

Thursday, April 23, 2026

 

The ARCS distributed tents to four repatriated families as temporary shelter in the city of Taloqan, Takhar Province.

These families did not have suitable. . .

Wed, Apr 22 2026 9:20 PM
Background image

Baghlan: Cash Provided to Family Affected by Heavy Rains

Wednesday, April 22, 2026

 

The ARCS provided 30,000 Afghanis in cash assistance to a family in the Afsotar area of Pul-e-Khumri city, Baghlan Province, which lost their 7-year-old. . .

BACK TO NEWS