کونړ کې د اته نیم میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
چهارشنبه، ۲۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په پتاو کلي کې د اته میلیونه او پنځه سوه زره (۸،۵۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۱۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي د یوه استنادي دېوال جوړول وو؛ د دوه میاشتو په ترڅ کې بشپړه او رغنیزې چارې يې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژه کې ۱۱۳ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په کې هر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۷۰۰ او هر غیر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
