کابل؛ مرکزي روغتون لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو په اړه د داوطلبۍ ناسته وشوه
دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون لپاره د ۱۷ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته، چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري جوړې شوې وه؛ ۶ سوداګریزو شرکتونو پکې ګډون درلود، چې د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د چمتو کولو قراردادونه په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.
