پکتیا کې له راستنېدونکې او اورلګېدنې زیانمنې کورنیو سره د سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند په تېرې کلي کې له دوو اړمنو او زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه.
يوه کورنۍ چې د اور لګېدنې له امله يې کور زيانمن شوى وه او بله هغه تازه هېواد ته راستنه شوې وه، د لنډمهالې سرپناه او بشري ملاتړ په موخه له مرستې برخمنې شوې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۱ ترپال، ۵ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي، څو د پېښو او ناورینونو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
