افغاني سرې میاشتې د فراه په خاک سفید کې پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله
چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه څلوېښت زره (۸۴۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته به د لنډې مودې لپاره د یادو کورنیو اساسي ستونزې حل او د هغوی ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي، ملاتړ او د هغوی د ژوند د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر ډول بشري همکارۍ ته ژمنه ده.
