د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ میدان وردګ کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۹۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
Tue, Jan 06 2026 2:44 PM
د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ میدان وردګ کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۹۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ١٠٠٠ کډوالو کورنیو ۹۴ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو نخود، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۱ قطی رُب، ۱ کیلو سرېلاک، ۱ کمپله، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او ۱ د حفظ الصحې توکو بسته ورکړل شوه.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ترڅنګ،د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د میدان وردګ ولایت والي ښاغلي الحاج ملا خیر الله خیر خواه، د سرې مياشتې مقام سلاکارانو، د سویل ختیځ زون رئیس او د یو شمېر نورو دولتي او غیر دولتي ادارو استازو شتون درلود.
په ياده غونډه کې ښاغلي دلاور وویل: هیله‌ لرم، چې دغه مرسته د یادو کورنیو په ژوند کې د آسانتیا او مثبت بدلون لامل شي او د دوی د ورځنیو ستونزو په را کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ورته مرستې مو د هېواد په ۱۸ بېلابېلو ولایتونو کې پیل کړې دي، چې په منظم ډول به په راستنو شوو کډوالو ووېشل شي.
ورته مهال، د یاد ولایت والي ښاغلي خیرخواه د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیزو مرستو د مننې ترڅنګ راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو د هوارولو سره سره به دوی ته د کار دایمي زمینه هم برابره کړو.
دغه مرسته به د یادو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ادا کړي او د دوی اساسي ستونزې به تر یوې اندازې را کمې کړي.

Latest news

Tue, Jun 09 2026 7:57 PM
Background image

Safe Drinking Water Access Provided to 270 Displaced Families in Khost

Tuesday, June 9, 2026

 

The ARCS, with financial support from the IFRC, has provided access to safe drinking water for 270 internally displaced families in the Alisher and Gurbuz. . .

Tue, Jun 09 2026 1:50 PM
Background image

Non-Food Items Distributed to 100 Internally Displaced Families in Paktika

Tuesday, June 9, 2026

 

The ARCS distributed non-food items to 100 internally displaced families in Terwa District of Paktika Province.

This assistance was provided by the IFRC.. . .

Tue, Jun 09 2026 10:34 AM
Background image

Zabul: Medical Checkups, Medicines, and Health Consultations Provided to Thousands of Patients

Tuesday, June 9, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Zabul Province over the past 30 days.. . .

BACK TO NEWS