افغاني سره مياشت؛ له درملنې وروسته ۴۹ ناروغ ماشومان له المان راستانه او ۷۵ نور د درملنې په موخه واستول شول

arcs_website_admin
Thu, Nov 06 2025 4:43 PM
افغاني سره مياشت؛ له درملنې وروسته ۴۹ ناروغ ماشومان له المان راستانه او ۷۵ نور د درملنې په موخه واستول شول

پنجشنبه، ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  المان ته استول شوي ۴۹ تنه په اور سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو لرونکي ماشومان له بشپړې درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۵ تنه نور ناروغان د درملنې په موخه المان ته واستول شول.
په کابل میدان هوايي ډګر کې په جوړ شوي پروګرام کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دا ډول ناروغانو درملنه یو ستر ګام یاد کړ او د راستنو شوو رغېدلو ماشومانو په روغتیا او بېرته راتګ د خوښۍ ښودلو ترڅنګ استول کیدونکو ماشومانو ته د سلامتیا دعا وکړه.
په ورته مهال، په هغه غونډه کې، چې خپلو کورنيو ته د رغېدلو ماشومانو د سپارلو په مناسب جوړه شوې وه، ښاغلي دلاور، د دوى کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنېدو مبارکي وويله او د المان سولې کلي بنسټ يې مننه وکړه، چې افغاني سرې مياشتې سره په ګډه ددې ماشومانو د درملنې بهير پر مخ وړي.
ورپسې د المان سولې کلي خیریه بنسټ په استازولۍ ښاغلي ین یسن په خپلو خبرو کې ددې ناروغانو د درملنې بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د استول کېدونکو ناروغانو معیاري درملنه به کېږي، همدا راز يې له افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې د دوی بنسټ ته په افغانستان کې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د غونډې په پای کې هر رغیدلي ماشوم ته ۵۰ یورو او د اړتیا وړ درمل ورکړل شول.
ياده دې وي، چې د المان سولې کلي خیریه بنسټ سره په ١٣٦٨ لمريز کال کې د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال دوه ځله، له یو څخه تر ۱۱ کلونو عمر لرونکي هغه ماشومان چې په اور سخت سوځېدلي يا د ميکروبي هډوکو ناروغي ولري، د درملنې په موخه المان ته استول کېږي.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 5:11 PM
Background image

Balkh: AFN 2.1 Million in Cash Assistance Distributed to 200 Flood-Affected Families

Sunday, June 14, 2026

 

The ARCS distributed AFN 2.1 million in cash assistance to 200 flood-affected families across various villages of Sholgara District, Balkh Province.

The. . .

Sun, Jun 14 2026 1:52 PM
Background image

Kabul: Exam Held for First Mobile Health Team MD Doctor Position

Sunday, June 14, 2026

 

A written exam was held for candidates applying for the vacant MD doctor position with the First Mobile Health Team of the ARCS in Kabul to recruit a qualified. . .

Sun, Jun 14 2026 12:52 PM
Background image

Nangarhar: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Sunday, June 14, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Nangarhar Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS