عمومي رئیس تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
Sat, Sep 13 2025 4:46 PM
عمومي رئیس تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

شنبه، ۲۰ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په تورخم عمري پنډغالي کې له روغتیايي کلینیک، د راستنېدونکو کډوالو له بهیر او د پخو خوړو له وېش لیدنه وکړه.
لیدنه کې ښاغلي دلاور، راستنېدونکو کډوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، پنډغالي کې یې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کلینیک کارکوونکو ته له کډوالو سره د نېک چلند، ښو او پر وخت خدمتونو په ترسره کولو د ټینګار سربېره ځینې لازمې سپارښتنې هم وکړې او د پخو خوړو د وېش بهیر یې له نزدې و ارزوه.
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې له لوري د تورخم په عمري پنډغالي کې هره ورځ پر ۲ زره کډوالو پاخه خواړه وېشل کېږي، سلګونه ناروغانو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي او سلګونه کډوالو کورنيو ته د لنډ مهالې سرپناه په موخه د استوګنې زمینه هم برابره شوې ده.

Latest news

Thu, Apr 09 2026 3:35 PM
Background image

9 Flood-Affected Families Receive Non-Food Items in Sar-e-Pol

Thursday, April 9, 2026

 

The ARCS provided non-food items to 9 flood-affected families in Sayad District of Sar-e-Pol Province.

Each family received 7 blankets, 2 tarpaulins, 1. . .

Thu, Apr 09 2026 8:44 AM
Background image

Daikundi: Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS

Thursday, April 9, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Daikundi Province over the past 30. . .

Wed, Apr 08 2026 2:55 PM
Background image

Panjshir: Health Services Provided to Thousands of Patients

Wednesday, April 8, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Panjshir Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS