افغاني سرې میاشتې د البصر نړیوال خیریه بنسټ روغتیایي خدمات وستایل

arcs_website_admin
Mon, Jun 02 2025 12:00 PM
خبرونه

 

دوشنبه، ۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن تېر ماښام ناوخته د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د البصر نړیوال خیریه بنسټ له مسئول او ډاکترانو سره د سترګو د درملنې او عملیاتو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د مننې په موخه ناسته وکړه.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د البصر نړیوال خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې د هېواد په درې ولایتونو ( هرات، بلخ او کابل) کې یې د اړمنو او بې وزله افغانانو د سترګو د عملیات او درملنې برخه کې  هڅې وکړې او د هغوی ستونزو ته یې رسېدنه وکړه. 

ښاغلي دلاور د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ورته پروګرامونو د تطبیق غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.

خبرونه

ورپسې د یاد بنسټ مسئول او ډاکټرانو د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ مننه وکړه، چې دوی ته یې د سترګو د درملنې او عملیات برخه کې د خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړې وه او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به همکاریو ته دوام ورکوي. 

په پای کې ډاکټرانو ته د مننلیکونو د ورکړې ترڅنګ دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې راتلونکي که به د ورته پروګرامونو لړۍ د هېواد نورو برخو ته هم غځوي، څو په وخت د اړمن او زیانمن قشر لاسنیوی او ملاتړ وشي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS