هرات
د جمادي الآخره د میاشتې پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو سره د ۳۵۰ ترکي بخاریو او ۱۷۵ ټنه د ډبرو سکرو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱ ترکي بخارۍ او ۵۰۰ کیلو د ډبرو سکاره ورکړل شول.