بلخ!
په بلخ ولايت کې د شمالي ولایتونو لپاره د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې له مرکز څخه ۸ تنه رواني ناروغان له درملنې او روغتیا وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شول. ديادو ناروغانو خپلوانو له افغانې سرې مياشتې مننه وکړه،چې تل د بيوزلو په خدمت کې ده او د اړمنو لاسنيوی کوي.


