کابل!
د يخ ژمي په ترڅ کې؛ د افغاني سرې میاشتې له لورې، کابل ولایت نمایندګۍ کې ۵۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لورې چمتو شوی وه، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، او ۲ کیلو خرما شامل وو. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په یاده نماینده ګۍ کې ۸۹۰ بیوزله کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوې.
