ننګرهار
د ربیع الثاني په ۲۶مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۴۰۰ تنو ښځینه او نارینه ګډون کوونکو ته د ټولنې په کچه د رواني ملاتړ تر عنوان لاندې د ایکو سازمان په ملاتړ د عامه پوهاوي دری ورځنى ورکشاپ ورکړ شو. تر څو د ټولنې د هغه وګړو چی د غربت، طبعي او غیري طبعي پیښو او داسي نورو لاملونو له امله په روحي او رواني تکلیفونو اخته شوي، ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې؛ له دې مخکې هم د همدې ولایت په شیخ مصری ښارګوټي کې ۴۰۰ تنه نارینه او ښځینه ګډونوالو ته ورته ورکشاپ چمتو شوى وو.
