د افغاني سرې میاشتې له لورې ځوانو رضاکارانو ته د نشه اي توکو د زیانونو په اړه ښوونيﺯ ورکشاپ وړاندې شو!
افغاني سره مياشت تل هڅه کوي چې د ځوان نسل سالمه روﺯنه وکړي، په همدي موخه د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني په ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په ننګرهار ولایت کې ځوانو رضاکارانو ته ښوونيﺯ ورکشاپ جوړ شو او دمخدره توکو د زیانونو او ځان ساتنې اړوند هر اړخيﺯ معلومات دوى ته وړاندې شول.
