بلخ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
پرون پنجشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر ۱۱مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د بشرپاله مرستو پر دوام د بلخ ولایت مرکز کې ۱۵۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکيې د حج او اوقافو ریاست له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو اوړه، ۵کیلو و ریژې، ۵ لیتره غوړي، ۱کیلو چای، ۱ کیلو بوره او ۱ کیلو مکروني شامل وو.
