هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۲۰:۶
۵٠٠ خانواده از مساعدت های بشردوستانه جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت هلمند مستفيد گرديدند!

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده اته قلمه مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې؛ په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او یو پاکټ BP۵ بیسکوټ شامل دي.

پرون هم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري یاده مرسته ویشل شوې وه. ټاکل شوې چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به په څو ورځو کې دننه په هلمند ولایت کې ټولټال ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته وویشل شي، چې په کې به ۱۵۰۰ کورنیو ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې او پاتې ۱۵۰۰ مرستې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې وویشل شي.

 

۵٠٠ خانواده از مساعدت های بشردوستانه جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت هلمند مستفيد گرديدند!

 

۵٠٠ خانواده از مساعدت های بشردوستانه جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت هلمند مستفيد گرديدند!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS