هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستو ویش پیل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۲۰:۵۱
هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستو ویش پیل شو!

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو ویش پیل شو، چې په کې نن ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده اته قلمه مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې؛ په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او یو پاکټ BP۵ بیسکوټ شامل دي.

ټاکل شوې چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به په څو ورځو کې دننه په هلمند ولایت کې ټولټال ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته وویشل شي، چې په کې به ۱۵۰۰ کورنیو ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې او پاتې ۱۵۰۰ مرستې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې وویشل شي.

 

هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستو ویش پیل شو!

 

هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د مرستو ویش پیل شو!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۷:۱۰
Background image

پکتیا؛ د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS