پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو شمېر ۱۸۰۰ کورنیو ته ورسېد!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۲۰:۳۹
روند ادامه مساعدت ها جمعيت هلال احمر افغاني در ولایت پنجشیر به ۱۸۰۰ خانواده رسید!

په یوه اونۍ کې په پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري وروستیو جګړو زیانمنو کړو او بې سرپرسته کورنیو ته د مرستو شمېر ۱۸۰۰ کورنیو ته ورسېد.

په دې ولایت کې نن په رُخه ولسوالۍ کې ۶۰۰ تنو ته مرسته وویشل شوه. له دې څو ورځې وړاندې په پریان ولسوالۍ کې هم ۶۰۰ جګړو زیانمنو کړو او بې سرپرسته کورنیو ته او په آبشار ولسوالۍ کې هم ۶۰۰ جګړو زیانمنو کړو او بې سرپرسته کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ویشل شوې وه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شامل دي..

د یادولو وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې له وروستیو پېښو وروسته دا لومړی ځل و، چې له ټولو خیریه ټولنو لومړی د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS