لغمان کې د سرې میاشتې له لوري ۵۵۰ کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۹:۴۰
در ولایت لغمان برای ۵۵۰ فامیل مساعدت توزیع گردید!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۷مه لغمان ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له۵۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته په لغمان ولایت کې د سرې میاشتې د رییس مولوي ولي الله په شتون کې وویشل شوه.

په دې مرسته کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۶ کیلو غوړي شامل وو. یاده مرسته د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ ترڅو اړمنو کورنیو ته وویشل شي. په لغمان ولایت کې یاده مرسته د هغو ۱۵۵۰ خوراکي بستو برخه ده، چې په تېره اونۍ په لغمان ولایت کې وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS