کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۲۵ نور کورنیو سره مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۹:۳۱
ادامه مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت در ولایت کابل

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲۲مه نېټه د کابل ښار د ۶مې او ۱۷مې ناحیې ۲۲۵ اړمنو، کونډو، بېوزلو، او معلولینو له کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون له خوا چمتو شوې مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

پر خوراکي مرسته سربېره یادو کورنیو ته ژمنۍ البسه هم وویشل شوه، چې په کې جمپرونه، جرابې، شال، پټو، بوټان، دستکشې او یو لړ نور توکي شامل دي.

 

ادامه مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت در ولایت کابل

 

ادامه مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت در ولایت کابل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۷:۱۰
Background image

پکتیا؛ د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS