ښاغلی عرفان الله شرفزوی د سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو او محترم نورالحق یوسفي د بشري سرچینو د رئیسانو په توګه و ټاکل شول!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۰:۱۸
محترم عرفان الله شرفزوی به صفت رئیس اطلاعات و نشرات و محترم نورالحق یوسفی به صفت رئیس منابع بشري سره میاشت معرفی گردید!

نن یکشنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د لړم پر ۹ نیټې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له حکم سره سم ښاغلی عرفان الله شرفزوی د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس او ښاغلی نورالحق یوسفي د بشري سرچینو د رئیسان په توګه د عمومي رئیس د استازي ښاغلي شیخ یار محمد، د تفتیش د رئیس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدي او نړیوالو اړیکو د رئیس ښاغلي غلام حبیب حسام له لوري رسمأ معرفي شول.

غونډه د قرانکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل او د عمومي ریاست د استازي ښاغلي شیخ یارمحمد او همدارنګه د تفتیش د رئیس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدي له لوري د آیت او احادیثو په رڼا کې حاضرینو او کارکوونکو ته په ورځنیو چارو کې د ښې همغږۍ او د زړه له کومي د همکاریو سپارښتنې وکړې او نوو ریسانو ته یې په ورځنیو چارو کې د بریاوو هیله وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۷:۱۰
Background image

پکتیا؛ د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS