نورستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۷ نورو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۹:۴۷
مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۲۲۷ خانواده در ولایت نورستان صورت گرفت!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۷مه د نورستان ولایت په مرکز پارون او اړوندو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۲۷ نورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې ده؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۶ لیتره غوړي شامل دي. دا مرسته نن د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د چتراس، څوڅوم، کشتکي او ډیوه کلیو اوسېدونکو او یو شمېر داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته وویشل شوه.

تېره ورځ هم د نورستان مرکز پارون کې په داشټوی کلي کې ۷۱ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ویشل شوې وه. ټاکل شوې، چې په نېږدې ورځو کې به په پارون کې ۶۰۰ نورو بې وزلو کورنیو ته هم د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته وویشل شي.

مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۲۲۷ خانواده در ولایت نورستان صورت گرفت!مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۲۲۷ خانواده در ولایت نورستان صورت گرفت!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS