سمنګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۳:۵۹
٤٥٠ تن در ولايت سمنگان از مساعدت هاي جمعيت هلال احمر افغاني مستفيد گرديدند!

نن د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د جوی زندان، صوفي کلا، اجمیلي، منګتاش، حسن خېل، ګل قشلاق او ځینو نورو کلیو ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو شوې مرسته وویشل شوه.

په یاده خوراکي مرسته کې ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو لوبیا، ۵ کیلو شین چای، نیمه کیلو مکروني او دوه کیلو بسکوټ شامل دي. په غیر خوراکي مرسته کې ۱ نارینه جمپر، ۴ د ماشومانو جمپرونه، ۱ ښځینه شال، ۱۴ جوړې جرابې او ۴ جوړه دستکشې شاملې دي.

٤٥٠ تن در ولايت سمنگان از مساعدت هاي جمعيت هلال احمر افغاني مستفيد گرديدند!

 

٤٥٠ تن در ولايت سمنگان از مساعدت هاي جمعيت هلال احمر افغاني مستفيد گرديدند!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS