سرپل ولایت کې ۴۸۱ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۲۱:۱۷
جمعیت هلال احمر افغانی برای ۴۸۱ خانواده در ولایت سرپل مواد خوراکی مساعدت نمود!

د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسولۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن او پرون هغو ۴۸۱ اړمنو کورنیو ته ۹۶۲ راشنه د شمال زون د رییس شیخ یار محمد فاروقي، د سرپل ولایت د سرې میاشتې د رییس او یو شمېر کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS