د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرستونونو کې د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدې پروژې پرانیستل شوې!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۹:۳۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرستونونو کې د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدې پروژې پرانیستل شوې!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کویټ د سرې میاشتې په مالي او د نړیوال فدراسیون په تخنیکي ملاتړ سره په ( کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او بامیان) مرستونونو کې د ٨٤١ کونډو او معلولو میرمنو لپاره د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدي پروژې(صابون جوړونه، عصري خیاطي، افغاني ګنډ، هزارګي ګنډ، خامک دوزي، ګراف دوزي، جالي اوبدنه، مالداري، مرغداري، د مربا جوړونه، د رومي بانجانو څخه روب جوړونه او ...) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز او په افغانستان کې د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون د ریس ښاغلي پییر په حضور کې د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لړم پر ١١ نیټه پرانیستل شوې.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژې د (٢٤٧٢٥٠) دوه لکه، اووه څلویښت زره، دوه سوه او پنځوس امریکایي ډالرو په ارزښت سره د کابل مرستون له لوري پلې کیږي، چې هرې کورنۍ ته د ١١٥ امریکایي ډالرو په ارزښت د پروژې سره سم اړین توکې اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

لوګر کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

يکشنبه، ۲۳ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۰۶ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۳۲
Background image

هرات، بلخ او فاریاب؛ ۲۰ سېلاب ځپلې کورنۍ له بېړنۍ نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون او کشک ولسوالیو کې ۱۰ کورنیو، د بلخ ولایت په کشنده، زارې او چارکنت ولسوالیو کې ۷ کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS