د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص ناروې کې د ناروې د سره صلیب له مشر سره لیدنه ترسره کړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۲:۱۶
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با رئیس صلیب سرخ ناروی ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص ناروې هېواد کې د ناروې هېواد د سره صلیب له مشر رابرټ موډ سره له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو پر دوام او پراختیا خبرې وکړې.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اړمنو وګړو پر اړتیاو او د افغانستان پر روان بد بشري وضعیت خبرې وشوې. د ناروې د سور صلیب مشر رابرټ موډ د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ته ډاډ ورکړ، چې دوی غواړي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ او ډېر کړي. رابرټ موډ وویل، چې دوی په همدې موخه افغانستان ته د ناروې د سره صلیب سکرتر جنرال برنټ اپیلاند لېږلی. نوموړي وویل، چې د ناروې سور صلیب له افغاني سرې میاشتې سره اوږه په اوږه مزل کولو ته هڅې کوي او مرستې به ډېروي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ناروې هېواد د سره صلیب له مشره وغوښتل، چې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ناروې د سره صلیب مشر ښاغلي رابرټ موډ ته ډاد ورکړ، چې د دوی مرستې به افغانستان کې اړمنو وګړو ته پر وخت په پوره شفافیت رسېږي.

په دې یو ساعته ناسته کې د ناروې د سره صلیب پر رییس سربېره د ناروې د سره صلیب مرستیال او مالي رییس هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پنجشېر؛ د کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې د ۱۹ کارکوونکو او رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

نورستان؛ له ۲۷۶ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره ۲۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې له ۲۷۶ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره ۲۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې سرې میاشتې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS