د افغاني سرې میاشتې د رییسانو په کچه اداري ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۹ - ۲۱:۱۰
جلسه اداری روساءجمعیت افغانی سره میاشت دایر گردید!

د روان ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۲۸مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د رییسانو په کچه اداري ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې چې مشري یې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص کوله؛ پاکستان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص پر کړي کاري سفر او د سفر په جریان کې افغانستان ته په راجلب کړو مرستو او په دې اړه په ترسره شویو ملاقاتونو خبرې وشوې.

پر دې سربېره د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په لر او بر کې پر وخت د مرستو پر وېش او شفافیت بحث وشو او تر څنګ یې د سرې میاشتې پر ځینو اړوندو موضوعاتو نظرونه تبادله شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS