تخار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۹
ادامه مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت تخار!

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ بې ځایه شویو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۱مه نېټه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، ۱ ډبی BP۵ بسکوټ، ۲ ترپالونه، ۷ کمپلې،۱عدد د پخلنځي سېټ او یوه بکسه روغتیایي توکي شامل وو چې د افغاني سرې میاشتې تولنې د شمال ختیځ زون رییس مولوي محمد شفیع هجرت، د تخار د سرې میاشتې رییس مولوي عبدالحمید عابدی او یوشمیر کارکونکو به شتون کي وویشل شول.

د یادونې وړ ده چی د یادې مرستې ترلاسه کولووروسته هیواد والو د افغاني سرې میاشتې له نیک اقدام څخه خوشي اوښوده او د مننې ترڅنګ یې د لازیاتو مرستو چمتو کولو غوښتنه وکړه.

ادامه مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت تخار!

 

ادامه مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت تخار!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS