د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د منځنۍ آسیا لپاره د ناروې له مسوولې او د پاکستان د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۲۰:۶
سرپرست ریاست عمومي جمعیت هلال احمر افغاني با مسؤل ناروی بخش آسیای مرکزی و سکرتر جنرال هلال احمر پاکستان ملاقات نموده!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۳مه، چې له ۶/۵/۱۴۴ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ پاکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان سرې میاشتې ټولنې سکتر جنرال او د ناروې د سره صلیب د منځنۍ آسیا عمومي مسوولې او ورسره پلاوي سره د هلال احمر پاکستان مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو پر ستونزو او ورسره د مرستو پر پراختیا او زیاتولو خبرې وشوې. د ناروې له لوري د منځنۍ اسیا عمومي مسوولې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ته ډاډ ورکړ، چې خپله توجه او پام به په دې اړه لا زیات کړي او مرستو ته به پراختیا ورکړي.

همدا راز د پاکستان د سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر عدیل نواز د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص ته ډاډ او ژمنه ورکړه، چې د صعب العلاج او د زړه په سوري اخته افغان ماشومانو د درملنې په موخه به له هیڅ نوعه مرستو درېغ ونکړي او په لومړي ګام کې به د یو شمېر ماشومانو اسناد مطالعه او وروسته به یې عملا د درملنې چارې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

رحمان مېنه کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه، ۵ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د کابل ولایت د رحمان مېنې پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۲۲
Background image

کابل؛ د بحراني پېښو د مدیریت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو او د ساتنې او خوندیتوب ریاست اړوند د سیمه ‌ییزو زونونو مدیرانو ته د بحراني پېښو د مدیریت په اړه دوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۷:۵۲
Background image

هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او. . .

BACK TO NEWS