په فاریاب ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۹ - ۱۳:۳۳
روند توزیع کمک های بشردوستانه جمعیت هلال احمر افغانی برای ۱۲۰۰ فامیل در ولایت فاریاب!

د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د فاریاب ولایت د المار او خواجه سبزپوش ولسوالیو ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ د شمال ساحوی دفتر رییس الحاج شیخ یار محمد فاروقي او د یادې نمایندګۍ رییس او کارکونکو په شتون کې پیل شوه .

په یادو مرستو کی ۸ قلمه خوراکي توکي اوړه,ورېجې, غوړي, چای, بوره, بیسکویټ, لوبیا او مالګه شامل دي چې د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي او نن ټولټال ۳۹۸ اړمنو کورنیو ته په المار ولسوالۍ کې توزیع شول او پاتې ۲۰۲ کورنیو ته به د جمعې په ورځ توزیع شي او همدا راز به د شنبې په ورځ دا لړۍ د یاد ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته وغزېږي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې مزایده ترسره شوه

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې په موخه د مزایدې ناسته ترسره شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۴۳
Background image

تخار؛ ۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۱۲۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS