غزني کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس ۶۰۰ کورنیو ته د مرستو په ویش کې ګډون وکړ

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۹:۲
غزني کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس ۶۰۰ کورنیو ته د مرستو په ویش کې ګډون وکړ

نن چهارشنبه د سلواغې پر ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص په غزني ولایت کې ۶۰۰ کونډو، یتیمانو، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په ویش کې ګډون وکړ.

یاده مرسته چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، په کې ۴ بوجۍ اوړه، دوه کارتنه خوراکي توکي، دوه بړستنې او یو شمېر ژمني توکي شامل وو.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د مرستو له ویش وړاندې خبریالانو سره په مرکه کې وویل، چې دوی د هېواد روان غربت ځپلی حالت له هر چا ډېر درک کوي او هڅه کوي د خپلو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې نورې هم پراخه او ډېرې کړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس په غزني ولایت کې اړمنو ته د مرستې له ویش وړاندې همدا نن په میدان وردګ ولایت کې هم ۱۹۳ اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو د مرستې په ویش کې ګډون درلود.

 

غزني کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس ۶۰۰ کورنیو ته د مرستو په ویش کې ګډون وکړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۷:۵۲
Background image

هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

BACK TO NEWS