هلمند، بادغيس او نيمروز کې ۱۷ سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په سنګین، مارجې، نهر سراج، کجکي او ناوې ولسوالیو کې له ۸ کورنیو، د بادغیس ولایت په قادس، جوند، دره بوم، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۷ کورنیو او د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې له ۲ سېلاب ځپلو کورنیو سره، د وروستيو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زيانونو سره مخ شوې وې، ۵۱۰ زره افغانۍ بېړنۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د چین سره صلیب په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د زیانمنو کورنیو د لومړنیو ستونزو د کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو لاسنیوي ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.
