پکتیا؛ د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۷:۱۰
K

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې له لارې به ۸۴ تنه مسلکي او غیر مسلکي کاریګر د یوې میاشتې لپاره پر دندو وګومارل شي.

د پروژې له مخې، هر مسلکي کاریګر ته ورځنی مزد ۸۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

کاریګر به د پروژې په موده کې د اوبو د ویالې د جوړولو چارې ترسره کړي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوبو لګولو وضعیت ښه او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اسانتیاوې زیاتې شي.

دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کارموندنې له لارې د اړمنو کورنیو ملاتړ او د سیمې د خلکو د معیشت ښه کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۸:۷
Background image

پکتیا؛ پروژه کار در بدل پول نقد به ارزش سه میلیون افغانی آغاز شد

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

پروژه کار در بدل پول نقد به ارزش سه میلیون افغانی، از سوی هلال‌احمر افغانی در قریه گل‌غوندی ولسوالی جاجى آریوب ولایت پکتیا آغاز شد.

از طریق این پروژه، ۸۴ کارگر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ شفاخانه تخصصی قلبی هلال‌احمر افغانی افتتاح شد

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

 شفاخانه مجهز تداوی بیماری‌های قلبی، با تجهیزات پیشرفته طبی و داکتران متخصص، از سوی هلال‌احمر افغانی، طی مراسم ویژه‌ای افتتاح شد.

در مراسم افتتاح این شفاخانه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۵۴
Background image

مراکز آموزشی؛ به هزاران جوان آموزش‌های دینی و عصری ارائه شد

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی طی یک هفته گذشته، از طریق ۳۷ مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران در سراسر کشور، برای مجموعاً ۵۶۰۰ دانش آموز در بخش‌های مختلف از جمله تعلیم و تربیه، حفظ. . .

BACK TO NEWS