د ځان بسیاینې پر لور؛ کابل کې ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه
یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د ۱۲مې او ۲۱مې ناحیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ځان بسیاینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره یو نیم میلیون افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه کېږي، یادې کورنۍ به د دغې نغدي مرستې په وسیله کوچني کاروبارونه پیل کړي، ترڅو خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره او د ځان بسیاینې پر لور ګام پورته کړي.
افغاني سره میاشت د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې راستنو شویو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې د زمینې برابرول خپل بشري مسؤولیت ګڼي.
